Language

په تخار کې ترافيکي  پېښې ۱۱ کسان ټپيان کړل

تالقان (پژواک، ٣ کب ٩٥): د تخار– کندوز پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله ١١ تنه ټپيان شوي دي.

د تخار د ترافيکومدير حضرت ګل فرخاري د کب په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې دغه پېښه نن سهار په اتو بجو د تالقانو ښار اړونده د چشمه شېر په سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه  چې يوه سراچه موټر له کرولا موټر سره ټکر شوه.

د هغه په وينا، په دې پېښه کې ١١ تنه ټپيان شوي او لامل يې د چلوونکو بې احتياطي او د سړکونو کنګل کېدل ياد کړل.

د تخار د عامې روغتيا رييس ډاکټر حفيظ الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل  چې له يادې پېښې ۱۱ ټپيان راوړل شوي چې د درېيو کسانو روغتيايي حالت نازک ښودل شوی دی.

د ساپي په وينا، له دې ډلې څخه درې ټپيان کندوز ته لېږدول شوي او درې نور لاهم د تخار په ولايتي روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

login or register a new account.