Language

په درېيمه ورځ هم د پاکستان پر ضد لاريون وشو

لښکرګاه (پژواک، ٣ کب ٩٥) :  له ننګرهار او کونړ وروسته د هلمند ولايت سلګونو اوسېدونکو هم د پاکستان د وروستيو  بريدونو پر ضد لاريون و کړ.

د پاکستان حکومت له ډيورنډ فرضي کرښې سره افغانستان ته غځېدلې ټولې لارې بندې کړي او له تېرو څو ورځو راهيسې يې د ننګرهار او کونړ پر ځينو سيمو  بريدونه پيل کړي چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ يې سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ کړې دي.

په هلمند کې د کب په ٣مه، سلګونو کسانو د پاکستان پر ضد لاريون وکړ او ددغه هېواد پر ضد يې شعارونه ورکول.

  د لاريون يو تن ګډون وال مطيع الله مطيع  له ولسمشر اشرف  څخه وغوښتل چې له پاکستان سره دې سياسي اړيکې پرې کړي.

هغه زياته کړه، که پاکستان پر کونړ، ننګرهار او کندهار بريدونه بند نه کړي عام خلک به وسلې واخلي او د ياد هېواد پر ضد به ((جهاد)) پيل کړي.

نوموړي په پاکستان کې دننه هغې ډلې( بلوچستان او نورې ) په حقه وبللي چې د پاکستان د حکومت پرضد ولاړې دي.

د جان اغان په نوم د لاريون يوه بل ګډونوال له نړيوالو غوښتنه  وکړه چې پر پاکستان فشار راوړي، څو ترهګريز فعاليتونه بند کړي.

ده هم له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې پاکستان دې د خپلو ولسونو له ملاتړه خبر کړي.

 

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.