Language

د پکتیکا جاني خېلو کې چاودنې څلور کسان وژلي او ۲۰ نور ټپیان دي

ښرنه (پژواک، ٤ کب ٩٥): د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله څلور کسان وژل شوي او تر ٢٠ ډېر ټپیان دي.

د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي ملک ظاهر خان د کب په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا چاونه نن غرمه د ولسوالۍ د بازار په مرکزي څلورلارې کې د موټرسايکل بم په وسيله شوې ده.

هغه زياته کړه چې چاودنې څلور کسان وژلي او تر ٢٠ ډېر یې ‌ټپيان کړي چې ټول ملکي وګړي دي.

د پکتيکا د خيرکوټ ولسوالۍ ولسوال رازمحمد مخلص هم پژواک اژانس ته وويل چې د دې چاودني له امله ۴ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان شوي دې چې ډېری يې دوکانداران دي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمنوال عبدالرووف مسعود پژواک ته وويل چې په دې چاودنه کې ۲ تنه وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي خو کېدای شي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

د يادونی ده، درې ورځي وړاندې د ارګون په پيرکوتي سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنې له امله ۱۳ عام وګړي ووژل شول او ۳ نور ټپیان شول.

login or register a new account.