پل علم (پژواک، ۴ کب ۹۵): د لوګر سيمه ييز چارواکي وايي چې د داعش وسلوالو د دغه ولايت په ازره ولسوالۍ کې خپلو ليکو ته د ځوانانو د جلب او جذب لړۍ پيل کړې او لسګونه کسان يې د پوځي زده کړو لپاره د ننګرهار اچين ولسوالۍ ته بيولي دي.
د ازرې ولسوال حميدالله حميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د داعش وسله والو د ازرې په بېلابېلو سيمو کې لسګونه کسان چې ډېری يې تنکي ځوانان دي، خپلو ليکو جلب کړي او دغه لړۍ اوس هم روانه ده.
هغه زياته کړه: ((داعشيان په ازره کې کومه سيمه په لاس کې نه لري، خو له ننګرهار يې په دې ولسوالۍ کې خپلو ليکو ته جلب او جذب پيل کړی او هغه کسان چې د هغوی بلنه ومني؛ نو د ورانکارۍ او د جنګي زده کړو لپاره يې د اچين ولسوالۍ ته بیايي.))
حميد وايي، داعش وسله وال غواړي په را روان پسرلي کې او د هوا په ګرمېدو سره له جذب شوو ځوانانو په دې ولسوالۍ کې کار واخلي.
ولسوال وويل: ((زموږ ولسوالۍ د ننګرهار له نا امنو ولسواليو ده او له پاکستان سره ګډه پوله لري، هلته چې د داعش جنګيالي شتون لري.))
هغه اندېښنه وښوده، که چېرې لوړپوړي چارواکي ازرې ته پاملرنه ونه کړي، نو دا به په راتلونکي کې سرخوږى جوړ کړي.
د ازرې ولسوالۍ د اکبرخېلو سيمې يوه اوسېدونکي حاجي ابراهيم پژواک ته وويل چې د داعش له لوري په ولسوالۍ کې جلب و جذب په چټکۍ سره روان دى او ګڼ شمېر ځوانان يې خپلو ليکو ته جذب کړي دي.
ده زياته کړه: ((داعش وسله والو دوه مياشتې مخکې زما ٢٢ کلن زوى چې د يوولسم ټولګي زده کوونکى و، خپلو ليکو ته جذب کړ، هغه اوسمهال د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې له داعش وسله والو سره روزنه ترلاسه کوي، ما ډېره هڅه وکړه چې کور ته يې راولم، خو لا بريالى شوى نه يم.))
د بسم الله په نوم د ازرې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي هم وويل چې دوى داعش وسله والو له غټ مصيب سره مخ کړي دي.
هغه وايي: ((که دا لړۍ روانه وي نو په راتلونکي کې به زموږ لپاره غټ سرخوږى وي، دوى به دلته جګړې پيل کړي او سيمې به ونيسي.))
د لوګر د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال محمد جان عابد پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى هم په ازره کې د داعش له فعاليتونو خبر شوي دي.
خو نوموړي په ياده ولسوالۍ کې د داعش وسله والو شتون ردوي او زياتوي چې يوازې د جلب او جذب د مخنیوي لپاره هلې ځلې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP