ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
خوست کې یوه ځوان د ناروغانو لپاره ځانګړی برېښنايي کټ جوړ کړی

خوست کې یوه ځوان د ناروغانو لپاره ځانګړی برېښنايي کټ جوړ کړی

author avatar
23 Feb 2017 - 18:44
خوست کې یوه ځوان د ناروغانو لپاره ځانګړی برېښنايي کټ جوړ کړی
author avatar
23 Feb 2017 - 18:44

خوست (پژواک، ٥ کب ٩٥): په خوست کې يوه ځوان داسې برېښنايي کټ جوړ کری چې په يوه وخت کې د څو کارونو کولو وړتيا لري.

دغه ځوان اسلام نبي نومېږي او د پکتيا ولايت د ډنډ پټان ولسوالۍ اوسېدونکی دی. نوموړی دا مهال د خوست د ميخانيکي انسټيټيوټ د نجارۍ څانګې د دوولسم ټولګي زده کوونکی دی.

اسلام نبي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه برېښنايي چپرکټ هغو ناروغانو ته په کار راځي چې له خپله ځايه د پورته کېدو توان نه لري.

نوموړی زياتوي، په دغه چپرکټ کې د ناروغ د پورته کېدو، د لاسو مينځلو او د ډوډۍ کېښودلو ځايونه شته چې ټول د برق د يوې توکمې په کېکاږلو سره په اتومات ډول کار ترسره کوي.

دى وايي: ((دا چپرکټ دوه عمده دندې سرته رسوي، يوه دا چې د ناروغ لپاره په کارېږي په روغتون کې، دويم په امنيت کې هم ترې کار اخيستل کېږي؛ هغه دا که يو څوک په دغه چپرکټ کې ويده وي، نو د خطر په وخت کې يې له خوبه پاڅوي.))

د ده په خبره، دا فکر ورسره وروسته له هغه پيدا شو چې روغتون ته د خپلو ناروغانو د وړلو لپاره تللی و.

هغه زياتوي: ((يوه ورځ موږ روغتون ته تللي وو او چې هلته مې نور چپرکټونه وليدل، نو ما سره دا فکر پيدا شو چې زه بايد داسې يو اتومات چپرکټ جوړ کړم چې د ناروغانو اړتياوې رفع کړي.))

اسلام نبي وايي، ياد کټ يې په پنځو مياشتو کې جوړ کړی او نږې شپږ سوه امريکايي ډالره لګښت پرې شوی دی.

د ده په وينا، که چېرې دولت او ملي سوداګر ورسره په دې برخه کې مالي مرسته وکړي، غواړي نور داسې څه جوړ کړي چې خلکو ته ګڼې اسانتياوې رامنځته کولی شي.

دى وايي: ((که زمينه برابره شي درې نور نوښتونه مو هم پيل کړي، تقريباً پنځلس سلنه کارونه يې بشپړ شوي دي، خو د امکاناتو د نه شتون له امله پر ځای پاتې دي. که دا ستونزه نه وي، نو موږ په کال او حتی په مياشت کې نوي نوښتونه رامنځته کولی شو.))

له دې وړاندې د خوست د ميخانيکي انسټيټيوټ يوه بل زده کوونکي هم يوه امنيتي دروازه او زانګو چې په اتومات ډول يې کار ترسره کاوه، جوړ کړي چې د هېواد په کچه وستايل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.