Language

مستغني: پاکستان بايد د افغانستان پر وړاندې خپلو ګواښوونکو ګامونو ته د پاى ټکى کېږدي

کابل (پژواک ٥ کب ٩٥): د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وايي، که چېرې پاکستان د نړيوالو حقوقو اصول مات کړي، نو د افغان دولت امنيتي او دفاعي ځواکونه له خپل ملي حاکميت دفاع او پاکستان ته ځواب ويلو ته چمتو دي.

دغه څرګندونې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني، نن په خبري ناسته کې څرګندې کړې.

هغه وويل، د افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ناندرۍ د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي او پاکستان بايد د افغانستان پر وړاندې له دا ډول ګامونو پورته کولو ډډه وکړي.

په پاکستان کې په دې وروستيو کې له څو ځانمرګو بريدونو وروسته، چې په پايله کې يې لسګونه کسان ټپيان او وژل شوي، د افغانستان پر مخ د تورخم دورازه او سپين بولدک لارې تړلې او ادعا يې کړې، چې دغه بريدونه د پاکستاني طالبانو د يوې ډلې جماعة الاحرار له لوري ترسره شوي، چې اوسمهال په افغانستان کې پټه ده.

افغان دولت بيا د پاکستان دغه ادعا رد کړې او ويلي يې دي چې افغانستان په خپله د ترهګرۍ اصلي قرباني دى او پر دې سربېره يې پر پاکستان تور ولګاوه، چې په خپله خاوره کې يې وسله طالبانو، حقاني شبکې او د افغان دولت نورو وسله والو ډلو ته پناه ورکړې ده.

مستغني وويل، پخوا هم له بده مرغه پاکستاني پوځيانو د افغانستان پر خاوره راکټي بريدونه کړي، خو افغان حکومت بيا تل هڅه کړې، څو دغه ستونزه له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.

نوموړي، د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د ٣٢ روزنيزو مرکزونو په اړه وويل، په لومړيو کې په ياد ډګر کې د پاکستاني چارواکو ځواب مثبت و، خو افغان حکومت هيله لري چې د يادو ترهګريزو مرکزونو پر وړاندې ګامونه پورته شي.

نوموړي زياته کړه، افغانستان چمتو دى چې په ګډه توګه له پاکستاني لوري سره په مسوولانه توګه د لېستونو او اندېښنو په اړه خبرې او ګام پورته کړي او يو درېيم هېواد د دواړو هېوادونو له لوري له ترسره شوو ګامونو څارنه وکړي.

افغانستان څو ورځې وړاندې پاکستان ته د ترهګريزو ډلو د هغو ٣٢ مرکزونو نوملړ سپارلى و، چې د افغانستان پر ضد د پاکستان په خاوره کې فعاليت کوي او افغان حکومت په دغه برخه کې د عملي ګامونو د پورته کولو هيله څرګنده کړې ده.

افغان دولت پر دې سربېره ټينګار کړى چې که د افغانانو پر وړاندې تاوتريخوالى دوام وکړي، نو افغان حکومت به د نړيوالو جوړښتونو په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو سازمان له لارې د ترهګريزو ډلو او د هغوى د پلويانو او ملاتړ کوونکو پر وړاندې د بنديزونو او ورته نورو لارو چارو په اړه ګام پورته کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند، له افغان کډوالو سره د پاکستاني پوليسو د چلند په اړه وويل، له بده مرغه په دې وروستيو کې افغان کډوال په پاکستان کې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.