لښکرګاه (پژواک، ۶ کب ۹۵): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوې پوستې د موټربم په وسیله د ځانمرګي برید له امله دوه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
دغه ځانمرګی برید نن له غرمې مخکې شاوخوا یوه بجه شوی دی.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن محمد اسمعیل خپلواک د کب په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګي بریدګر د موټربم په وسیله د کندهار- هلمند پر لویه لار د ملي اردو پر یوه پوسته باندې چاودنه وکړه.
نوموړی وایي چې په دغه برید کې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او لږ تر لږه څلور نور ټپیان شوي خو ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
بلخوا د هلمند د ۲۱۰ قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول د دې پېښې په تایید سره وايي چې په دې چاودنه کې د ملي اردو دوه سرتېري ټپیان شوي خو د ملي اردو د سرتېرو وژل کېدل نه تاییدوي.
تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
login or register a new account.