غزني (پژواک، ٧ کب ٩٥): د غزني چارواکي وايي چې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته کې دوو پوليسو او ١١ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو په واغظ ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې څلور طالبان او يو پوليس وژل شوي، يو پوليس او اووه طالبان ټپيان شوي دي.
امرخېل وايي چې د طالبانو ياد بريدونه پر شا تمبول شوي او اوسمهال سيمه د امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده.
د همدې ولسوالۍ د ګوډلو سيمې اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل: ((بېګا زموږ په کلي کې ١١ بجې جنګ شروع شو او تر سهاره يې دوام وکړ، ټوله شپه مو والله که له وېرې خوب کړى وي.))
ده وويل چې د جګړې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري خو زياتوي چې دواړو لورو يو پر بل د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.
وسله وال طالبان هم ياده جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه په واغظ ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه شوې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې درې پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان دي خو مجاهد په ياده جګړه کې د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.
غزني تر هلمند او کندوز وروسته د افغانستان له نا امنو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې ډېری وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې کېږي.
login or register a new account.