مهترلام (پژواک، ٧ کب ٩٥): د لغمان ولايت پر يوې لېسې د توغندي لګېدو له امله دوه زده کوونکي وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې د ولايت د مرکز اړوند د بسرام په سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري د هاوان توغول شوې مرمۍ د شهيد مولوي حبيب الرحمن لېسې پر يوه ټولګي لګېدلې ده.
هغه زياته کړه چې په دې پېښه کې دوه زده کوونکي وژل شوي، يو ښوونکى او شپږ نور زده کوونکي ټپيان شوي دي.
د ځواک په وينا، ټپيان د عامې روغتيا روغتون ته لېـږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د لغمان د پوهنې رييس محمد حضرت مجددي چې په روغتون کې له ټپيانو سره و، پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې دوه زده کوونکي وژل شوي او اته تنه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، تر اوسه نه ده معلومه چې ياده مرمۍ د چا له خوا توغول شوې ده، خو په اړه یې پلـټنې روانې دي.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د دې غير اسلامي او غير انساني کړنې د غندنې تر څنګ پر يادې پېښې خپله ژوره خواشيني څرګنده کړې او د عامې روغتيا مسوولينو ته يې لارښونه کړې چې د ټپيانو ښې درملنې ته بېړنى او عاجل اقدام وکړي.
وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP