پل علم(پژواک،٧کب٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د سړک جوړونې ديوې کمپنۍ پنځه انجنيران تښتول شوي دي.
د محمد اغې ولسوال محمد نصير امين د کب په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ وسله والو طالبانو د بلوبل کمپنې پنځه انجنيران د دې ولسوالۍ له دولت اباد سيمې څخه تښتولي دي.
هغه وايي چې دې انجنيرانو د پل کندهار-سرخاب سيمې د سړک جوړونې مسووليت پر غاړه درلود.
ده زياته کړه: (( دغه کسان پرون پرته له دې چې امنيتي ارګانونه په جريان کې کړي، سيمې ته ورغلي طالبان پرې برابر شوي، سره له موټره يې تښتولي دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه کسان اوسمهال ددې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې ساتل کيږي چې د قومي مشرانو په منځګړتوب يې د خلاصون لپاره هلې ځلې پيل کړې دي.
ولسوال وايي چې تر اوسه يو ځل قومي مشران طالبانو ته ورغلي، خو کومه پايله يې نه ده ورکړې.
د همدې ولسوالۍ د سرخاب سيمې قومي مشر صاحب ګل پژواک ته وويل چې د يادو کسانو د خلاصون په موخه دوى طالبانو ته ورغلي وو.
هغه وايي: (( خبرې مو روانې کړې دي خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.))
ده له طالبانو غوښتنه وکړه چې دغه انجنيران هرڅه ژر را خوشې کړي، ځکه ددغه سړک جوړېدل ددې سيمې د خلکو لپاره ډير مهم دى.
د بلوبل کمپنۍ مسوولينو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
خو وسله وال طالبان بيا په دې اړه بې خبري ښي.
ددې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل: (( په دې اړه تر اوسه موږ راپور نه دى ترلاسه کړى خو په اړه يې پلټنې کوو او دا به هم معلومه شي چې دغه کمپنۍ له طالبانو څخه د کار کولو جواز لري او کنه؟.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP