پل علم(پژواک،٨کب٩٥): د لوګر چارواکي وايي چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي او اووه تنه نور ژوندي نيول شوي دي.
د لوګر د والي وياند سليم صالح د کب په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ اړوند د زرغون ښار په سيمه کې عمليات کړي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتو کې د طالبانو دوه سيمه ييز قوماندانان قاري مجاهد او ملا بريالى وژل شوي او اووه تنه نور ملګري يې ژوندي نيول شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ددې عملياتو په ترڅ کې د طالبانو اته موټرسايکلونه، يو شمېر وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
ده زياته کړه:(( طالبانو مقاومت کړى خو عامو خلکو او امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.))
د زرغون ښار سيمې قومي مشر حاجي بهرام پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د دوى په سيمه کې جګړه پيل شوه.
هغه وايي: (( سهار موږ خبر شولو چې عمليات شوي او د طالبانو دوه قوماندان وژل شوي دي.))
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
زرغون ښار د محمداغې ولسوالۍ نا امنه سيمه ده چې واګې يې له وسله والو طالبانو سره دي.
login or register a new account.