ښرنه (پژواک، ١٠ کب ٩٥): د پکتیکا په دوو ولسواليو کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او سلګونو کورنيو ته د څښاک پاکو اوبو اسانتيا برابره شوه.
د کب١٠مه د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکې د اورګون ولسوالۍ د جاني کلا او سروبې ولسوالۍ د زامې په سيمه کې جوړې شوې دي.
سروبي او اورګون د پکتيکا له پرتو او نا امنو ولسواليو څخه دي.
د وحدت په وينا، پر دغو پروژو پنځه ميليونه افغانۍ لګښت شوى چې سلګونو کورنيو ته د څښاک پاکې اوبه برابروي.
هغه زياته کړه: ((تر دې وړاندې د دې سيمو خلکو د کارېزونو او ويالو له ناپاکو اوبو څخه ګټه پورته کوله خو اوس ورته دغه شبکې جوړې شوې.))
په دې غونډه کې د پکتيکا د کليو پراختيا رياست استازي انجنير مومن وويل چې دغه پروژې د دې وړتيا لري چې په دوامداره توګه د سيمې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.
د سروبې ولسوالۍ اوسېدونکي مبارز په دې اړه پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ سلګونه کورنيو پاکو اوبو ته لاسرسی نه درلود خو دا لومړی ځل دی چې دوی پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کوي.
نوموړي زياته کړه چې د ناپاکو اوبو د استعمال له امله د دوی په کورنيو کې ډېری کسان پر ناروغيو اخته کېدل خو تر دې وروسته به دا ستونزه نه وي.
د جاني کلا اوسېدونکي فيروز بيا وایي چې وړاندې به یې د څښاک لپاره اوبه له لرو ځایونو په سختۍ راوړې خو زیاتوي چې دا ستونزه یې د اوبو د شبکو په جوړېدو سره هواره شوه.
د یادونې ده چې سږ کال په پکتیکا کې د پاکو اوبو رسونې اته شبکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP