مزارشريف (پژواک، ۱۱ کب ۹۵): له تېرو شپږو مياشتو له چين څخه د حيرتان بندر له لارې له افغانستانه هېڅ صادرات نه دي شوي او يوازې يو ځل په همدې لاره د افغانستان سوداګريز توکي وارد شوي دي.
د روان لمريز کال د وږي په ۱۷مه د چين او افغانستان تر منځ د رېل سوداګريزه کرښه پرانيستل شوه چې په همدې ورځ پرې په زاته اندازه توکي وارد شول.
د بلخ سوداګر وايي، دوی دې اړتيا لري چې بايد پر دې کرښه په کمه بيه خپل سوداګريز توکي نورو هېوادونو ته صادر کړي.
د حيرتان بندر سوداګر عبدالله رحمان قل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يادې کرښې له جوړېدو تر دې دمه يوازې يو ځل پر دغه کرښه سوداګريز توکي افغانستان ته وارد شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې پر همدې کرښه افغان سوداګر د صادراتو په برخه کې جدي ستونزه لري.
د هغه په وينا، که چېرې د يادې کرښې له لارې افغان سوداګرو ته د صادراتو اسانتيا برابره شي؛ نو د پاکستان له کراچۍ بندره د سوداګرو مخه په اسانه راګرځولی کېدی شي.
بلخوا د بلخ د سوداګريزو خونو مسوولين وايي چې د يادې کرښې په جوړېدو افغان دولت هسې ميلونونه ډالر ولګول.
د سوداګريزو خونو اجراييه مدير نصير قاسمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ياده کرښه نه يوازې د صادراتو په برخه کې ستونزه ده، بلکې د وارداتو په برخه کې سوداګر له ستونزو سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه، چې پر همدې کرښه د لومړيو وارداتي سوداګريزو توکو د رسېدلو پر مهال سوداګر د خپلو توکو د محصول ورکولو پر مهال ډېر وکړول شول.
هغه د صادراتو د نه کېدو په تړاو وويل، چې پر کرښه واردات تر حيرتان بندره پورې د راسېدو اجازه لري؛ خو صادرات بيا له حيرتان بندره نه بارېږي.
نوموړي زياته ه، افغان سوداګر اړدي، چې يو ځل خپل سوداګريز توکي ازبکستان ته واوړوي او بيا يې له هغه ځايه د هماغه هېواد د سوداګريزو قوانينو پر بنسټ د رېل له لارې پر همدې کرښه چين ته صادر کړي.
د هغه په وينا، همدا د صادراتو د نه کېدو يو عمده لامل دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP