ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

تخار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Mar 2017 - 11:58
تخار کې ملکي وګړو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Mar 2017 - 11:58

تالقان (پژواک، ١٤ کب ٩٥): په تخار کې ځايي اوسېدونکي او امنیتي چارواکي وايي چې په درقد ولسوالۍ کې ٧ ملکي وګړو او ٢٠ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د درقد ولسوالۍ اوسېدونکي نظام الدين د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په درېيو بجو امنیتي ځواکونو د خلکو کورونه په نښته کړي چې په کې ۷ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

نوموړی وايي، په دغه هوایي برید کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

دی وايي: ((د جنګ لومړۍ کرښه په بصیرخېلو سیمه کې ده خو الوتکو قونګذر سیمه کې بمونه غورځولي چې یوه مېرمنه، یوه نجلۍ او دوه نارینه په کې وژل شوي او درې نارینه ټپيان دي.))

د یادې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي اجمل پژواک ته وويل چې په قونګذر سیمه کې پر څلورو کورونو بمونه غورځول شوي چې په درېیو کې یې څوک نه وو.

ده هم وويل چې په دغو بريدونو کې څلور ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خو د تخار امنیه قوماندان مل پاسوال فقیرمحمد جوزجاني بيا په دغه بريد کې د دوو ماشومانو ټپي کېدل مني او پاتې وژل شوي او ټپیان ټول طالبان بولي.

جوزجاني وايي چې په دغه برید کې ۸ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي چې په وژل شوو کې د ګل جان او حميدالله په نومونو د طالبانو دوه قوماندان هم شامل دي.

نوموړی وايي: ((بصیرخېل او قونګذر جنګي سیمې دي، عملیات ښه په مخ روان دي، له نېکه مرغه طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، ۸ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپيان دي، خو په خواشینۍ سره چې دوه ماشومان ژوبل شوي، د ملکي کسانو مرګ ژوبله زه نه شم منلی؛ ځکه موږ د طالبانو جنګي کرښې په نښه کړي.))

قوماندان وايي چې طالبانو خلکو ته اجازه نه ده ورکړې چې سیمه پرېږدي، نو ځکه یې عملیات یو څه ټکني روان دي.

وسله وال طالبان هم ياد بريدونه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په ياد بريد کې د دوو ماشومانو په ګډون پنځه عام وګړي وژل شوي او ٧ نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.