ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند او زابل کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

په هلمند او زابل کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
4 Mar 2017 - 14:16
په هلمند او زابل کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
4 Mar 2017 - 14:16

لښکرګاه- کلات (پژواک، ١٤ کب ٩٥): په هلمند او زابل ولايتونو کې ٢٦ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هلمند د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بهرنيو ځواکونو تېره شپه د دې ولسوالۍ په خارکو سيمه کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

ده وويل چې د همدغو بريدونو په ترڅ کې د طالبانو يوه دهشکه هم له منځه تللې ده.

بل لور ته بيا د ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې تېره شپه يو شمېر طالبانو غوښتل د ګرمسېر ولسوالۍ مرکز ته داخل شي چې نښته رامنځته شوه.

ده وويل چې په دې نښته کې درې طالبان وژل شوي، دوه طالبان او يو د ملي اردو سرتېرى ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، په زابل ولايت کې هم د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ١٧ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي دي.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو د يوه راپور له مخې تېره شپه د ارغنداب ولسوالۍ اړوند سيمه کې عمليات کړي دي.

سرچينې زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ١٧ کورني او بهرني وسله وال وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.

سيال وايي چې په دغو عملياتو کې ځانګړو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتى.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.