مهترلام (پژواک، ١٤ کب ٩٥): د لغمان ولايت چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه پيل شوو عملياتو کې د نهو قوماندانانو په ګډون ١٨ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو تېره شپه د دغه ولايت د اليشنګ ولسوالۍ اړوند د شامرام، قلعټک او صبر اباد په سيمو کې د وسله والو مخالفينو پر ضد د الماس ۳۹ په نوم ځمکني او هوايي عمليات ترسره کړي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې تر دې دمه ۱۸ وسله وال وژل شوي چې د سنګړي مشهور په خيبر او د اتل عمرزي په شمول په کې د مخالفینو ۹ مشهور قوماندانان او ډلمشران هم شامل دي.
ځواک وايي چې د دې تر څنګ لس نور وسله وال سخت ټپيان شوي چې د هغو يو مهم قوماندان شامل په کې شامل دى.
د والي وياند وايي چې په وژل شوو قوماندانانو کې د قوماندان سنګري په نوم چې پر خيبر مشهور و هم شامل دی.
هغه وايي چې یاد قوماندان د ماینونو په اېښودو او خلکو په وژلو کې نوم درلود.
د لغمان والي عبدالجبار نعيمي د افغان ګډو امنیتي، دفاعي او هوايي ځواکونو دغه بریالي عمليات ستايي او تر څنګ يې ټولو ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته پاملرنه وکړي.
د والي وياند وايي چې په دغو عملیاتو کې ملکي خلکو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د افغان امنیتي ځواکونو يو سرتېری برسېرن ټپي شوی دی.
دغه راز د نجيب الله په نوم د الينګار ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې يې په سيمه کې عمليات روان دي او دوى هم د يو شمېر مهمو طالبانو له وژل کېدو خبر شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دې وروستيو کې د لغمان امنيت خراب شوى او نا امني د ولايت تر مرکزه رسېدلې ده.
نوموړي له امنيتي ادارو مننه وکړه چې په سیمه یې يې پراخ عمليات پيل کړي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د لغمان په مرکز او اليشنګ ولسوالۍ کې يې بريدونه کړي او ګڼو دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده خو د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه يې څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP