Language

د بلخ ماشومان :وسله وال دې د مرميو پر ځاى  پر موږ ګلان وشيندي

مزارشريف (پژواک،۱۵ کب ۹۵): د بلخ ماشومانو د دولت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې نور دې پرې د مرميو پر ځای ګلونه وشيندي. بلخوا د بلخ نجونو پر دېوالونو د نقاشۍ له لارې خپلې ټولنې ته د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي په اړه (نه) وويل.

د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د کب په ۱۵مه، د نهاد مردمي ټولنې لخوا د ماشومانو د ورځې په وياړ لسګونه ماشومان د ساعتېرۍ او يوې خوله خندا لپاره راټول شوي وو.

د دغه پروګرام يو ښه والى دا هم و چې ډېری چارې د لويانو پر ځای ماشومانو سمبالولې.

دوی د دريځ له سره خبرې وکړې، سندرې يې وويلې او پر لويانو يې غږ وکړ چې د ښه راتلونکي لپاره ورته د ښه تعليم کولو اسانتياوې برابرې کړي.

د مزار شريف د يوه خصوصي ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکي نديم ددغې غونډې له دريځه پر وسله والو مخالفينو غږ وکړچې نور پرې ډزې ونه کړي.

نوموړي چې په خوږه ژبه يې خپل پيغام اوراوه، وويل: ((موږ ماشومان يوو، د مرميو پر ځای پر موږ ګلونه وشيندئ، کاکا! ته چې زموږ ښوونځی ورانوې، خپله ماشوم نه لرې!؟ د هغه د راتلونکي غم درسره نشته!؟))

په غونډه کې د ماشومانو د ساعتېرۍ لپاره موسيقي وه، ماشومانو ترانې ولوستې، پوکاڼې يې پورته کړې  او له يو بل سره يې د لوبو پر مهال ښې خنداوې وکړې.

شپږکلنې مرجانې د همدې ساعتېريو په اړه پژواک ته وويل چې نن ښه خوشحاله ده.

د نوموړې هيلې هم له نفرتونو لرې په يو سوکاله افغانستان پورې تړلې وې، ويې ويل: ((زه خپل افغانستان کې سوله غواړم. غواړم مکتب ته لاړه شم او دوولسم نه فارغه شم.))

د ياد پروګرام د جوړونکې ټولنې نهاد مردمي مشر نجيب پيکان پژواک ته وويل چې د خندا او ساعتېرۍ لپاره يې ماشومان راټول کړي وو.

نوموړي زياته کړه، موخه يې همدا ده چې بايد د افغان ماشوم خندا ټولو اړخونو ته په ډاګه کړي چې دوی سوله غواړي.

د هغه په وينا، ماشوم بايد ارام ، سوکاله او له نفرتونو لرې مينه ناک ژوند ولري.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.