پل علم (پژواک، ١٥ کب ٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي دي.
د محمداغې ولسوال نصيراحمد امين د کب په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي امنيت صفر يو قطعې په کتب خېلو سيمه کې پر يوه کور چې د طالبانو مرکز و، عمليات کړي دي.
هغه وويل: ((اول يې له دې کسانو د تسلمېدو غوښتنه کړې خو چې نه دي تسليم شوي، بيا جګړه شوې ده.))
ولسوال وايي چې په ياده جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د لوګر د والي وياند سليم پژواک ته وويل چې دغه کسان د معلم طاووس په نوم د طالبانو د يو ملګري په کور کې راټول شوي وو.
هغه زياته کړه: ((معلم طاووس د کتب خېلو د نجونو لېسې برحال استاد و چې هغه هم د تېرې شپې په بريد کې وژل شوى دى.))
صالح هم وويل چې په دغه بريد کې د معلم طاووس تر څنګ پنځه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د کتب خېلو سيمې اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل: ((د شپې دوولس نيمې بجې وې چې اول طيارې راغلې او بيا وروسته د ډزو غږونه راتلل.))
عبيدالله هم وويل چې د تېرې شپې په نښته کې معلم طاووس له څو نورو طالبانو سره وژل شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي امنيت د صفر "یو" قطعې په عملياتو کې ١٦ طالبان وژل شوي وو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP