مزارشريف(پژواک،١٦کب٩٥): په شمال زون کې امنيتي چارواکي وايي چې په بلخ ولايت کې د دولت د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زيرمه يې کشف او ترلاسه کړې چې په تور يې لس تنه هم نيول شوي دي.
په شمال زون کې د ځانګړو ځواکونو وياند احمد جاوېد سليم د کب په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه په چمتال ولسوالۍ کې عمليات کړي دي.
هغه وويل چې په دې عملياتو کې يادو ځواکونو د افغان دولت د وسله والو مخالفينو د وسلو يوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
هغه وايي چې له دې زېرمې څخه ماينونه، چاودېدونکي توکي، سپکې او درنې وسلې او ځيني نور مهمات ترلاسه شوي دي.
د سليم په وينا، د زېرمې په تړاو لس تنه شکمن کسان هم نيول شوي دي.
خو د بلخ د والي وياند منير فرهاد بيا د يادو عملياتو په اړه بې خبري وښوده.
دغه راز د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شيرجان دراني پژاوک ته وويل چې د چمتال ولسوالۍ په البرز سيمه کې عمليات شوي دي.
ده هم د نورو جزئياتو په اړه معلومات نه درلودل.
دا په داسې حال کې ده چې د نوي کال لپاره په بلخ ولايت کې ځانګړي امنيتي تدابير نيول شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP