Language

په ګيلان  کې اته پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي

غزني ښار(پژواک،١٦کب٩٥): د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې د يوې پوستې د قوماندان په ګډون اته پوليس له وسله والو طالبانو سره يوځاى شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د کب په١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ګيلان کې د يوې پوستې ټول پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي دي.

هغه وويل: (( په دې پوسته کې د قوماندان په ګډون اته تنه وو چې ټول له وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.))

ده زياته کړه چې پوليسو په سيمه کې د يادو کسانو د بېرته نيونې په موخه پلټنې پيل کړې دي.

د ګيلان اوسېدونکي محمد شريف هم وويل چې په دې ولسوالۍ کې د يوې پوستې پوليس له طالبانو سره يوځاى شوي دي.

هغه وويل: (( په دې پوسته کې کندهاريان وو چې له تېرو دوه کلونو راهيسې په دې سيمه کې پوسته درلوده او نن طالبانو ته تسليم شوي دي.))

وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي: ((نن د غزني ګیلان ولسوالۍ د بختیارو د پوستې قوماندان ودود له ۷پولیسو، ۱۲ میله وسلو، ۱رینجر، ۴موټرسایکلونو او مهماتو سره له مجاهدینو سره یوځای شول.))

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې يو شمېر امنيتي ځواکونه د افغان دولت له وسله والو مخالفينو سره يوځاى شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.