کابل (پژواک،١٧ کب ١٣٩٥): د ولسمشر ستر سلاکار وايي، اطلاعات د خلکو حق دى او د رسنيو له لارې بايد له خلکو سره شريک شي.
د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار احمد نادر نادري " اطلاعاتو ته د لاسرسي مثلث" په ناسته کې، چې په کابل کې جوړه شوې وه، د يادو خبر ترڅنګ وويل، باید هڅه وشي، هغو اطلاعاتو ته چې خلک ورته اړتیا لري، لاسرسی ولري.
ده زياته کړه: "د دغه مثلث غړو ته ښايي څو په ګډه کار وکړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په مستقیم ډول د حکومتي ادارو پر حساب ورکونې پورې اړه لري او دغه بهیر باید پیاوړی شي."
نوموړي دغه راز له رسنیو وغوښتل، څو د هغو اطلاعاتو اړوند چې غواړي ترلاسه یې کړي، لازمه پوهه ولري.
د هغه په وينا، د ملي وحدت حکومت له جوړېدو راهیسې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ډېر پرمختګونه شوي دي.
نادري د بېلګې په توګه، اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون د توشیح، د خبریالانو د خوندیتوب مسوده او د دقیق او پر وخت اطلاع رسونې په اړه د ولسمشر له فرمان څخه یادونه وکړه.
ده زیاته کړه، د ملي يووالي حکومت د بیان ازادۍ او د اطلاعاتو ته د لاسرسي حق څخه ملاتړ ته ژمن دی، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې حکومت لازم اقدامات تر سره کړي او د پیاوړتیا لپاره یی خورا اقدامات په پام کې دي.
په دې ناسته کې د ژورناليستانو ملي اتحادیې مشر فهیم دشتي وویل، ياد شوى مثلث له متقاضي، خبر ورکوونکي او څارونکي څخه جوړ شوى دى.
دى زياتوي: "موږ غواړو اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمیسیون، رسنیو او د حکومت د ویاندویانو تر منځ اړیکې ټینګې شي او له یو بل سره په ښې همغږۍ سره دغه چارې پر مخ بوځي. "
د يادولو ده، چې ياده دوه ورځنۍ ناسته چې د حکومت د ویاندویانو او رسنیو تر منځ د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ژورنالیستانو د ملي اتحادیې او اطلاعاتو ته د لاسرسي د څار کمیسیون له خوا جوړه شوې ده، نن رسماً پرانیستل شوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP