غزني ښار(پژواک،١٧کب٩٥):د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د پرله پسې ناامنيو له امله دوديزه لوبه (نيزه بازي) د له منځه تلو په حال کې ده.
نيزه بازي د هېواد په کچه ملي خو په غزني ولايت کې يوه دوديزه لوبه ده چې د نورو ولايتونو خلک هم ورځي او په دې ولايت کې يې ترسره کوي.
نيزه بازۍ ته د غزني يو شمېر اوسېدونکي څانګه وهنه هم وايي چې د وروستي ځل لپاره درې کاله وړاندې د اندړو ولسوالۍ په چهارديوال سيمه کې ترسره شوه.
د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي لعل محمد د کب په١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د نا امنيو له امله له تېرو څو کلونو راهيسې په غزني کې د څانګې وهنې لوبه نه ده ترسره شوې.
هغه وايي: ((پخوا به چې چېرته نيزه بازي وه، نو شاوخوا دوه زره كسان به يې نندارې ته راتلل، خو اوس دا هرڅه ختم شوي، خلک له پېښو ډاريږي او څوک دا لوبه اوس نه کوي.))
د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي شاه محمد ببرک پژواک ته وويل: (( په کلونو کلونو موږ دا لوبه کوله، خو اوس په دې څو کلونو کې امنيت نشته، نو ځکه هيڅوک يې نه کوي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په اختر، نوي کال او نورو ملي ورځو کې به د نورو ولايتونو خلک هم غزني ته راتلل او دغه لوبه به يې ترسره کوله.
ده زياته کړه که اړوند چارواکي ددې لوبې لپاره زمينه برابره نه کړي نو دغه دوديزه لوبه به د تل لپاره له منځه لاړه شي.
د نيزه بازۍ يو تن لوبغاړي نورمحمد پژواک ته وويل چې د دې لوبې د ترسره کولو لپاره يې دوه اسونه ساتلي وو.
خو ده وويل: (( اوس څوک دا لوبه نه کوي نو ځکه ما خپل اسونه خرڅ کړي دي.))
يادو او يو شمېر نورو کسانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د نيزه بازۍ لوبې د ترسره کولو لپاره ځانګړى لوبغالى جوړ کړي.
خو د غزني د ولايتي شورا غړي عبدالجامع جامع بيا پژواک ته وويل چې د المپيک کمېټې د نه پاملرنې له امله دغه لوبه د له منځه تلو په حال کې ده.
login or register a new account.