ښرنه(پژواک،١٩کب٩٥): د پکتيکا د درېيو ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د امنيتي ستونزو ترڅنګ دخوراکي توکو له کمښت سره مخ دي که په وخت مرستې ورسره ونه شي، نو دغه ولسوالۍ به د دولت وسله والو مخالفينو په لاس سقوط وکړي.
په دې ولسواليو کې وړممۍ، تروې او وازېخوا شاملې دي.
د وازېخوا ولسوالۍ قومي مشر مولوي عبدالحي د کب په١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د وسله والو طالبانو له لوري د وازېخوا، تروې او وړممۍ ولسواليو لويې لارې د ګواشتې په سيمه کې له مرکز ښرنې سره تړل شوې دي.
ده وويل : (( ددې ولسواليو ټول اوسېدونکي نارينه او ښځې د امنيت په ټينګښت کې له حکومت سره پوره مرستې کوي.))
خو دغه قومي مشر وايي چې په دې وروستيو کې دغه ولسوالۍ له امنيتي ستونزو او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.
دغه راز د وړممۍ ولسوالۍ قومي مشر حاجي ګل داد پژواک ته وويل چې په تېرو ١٤ کلونو کې د وخت چارواکو دې ولسوالۍ ته سفر نه دى کړى.
هغه وويل: (( په تېرو ١٤کلونو کې د امنيت د ټينګښټ لپاره موږ سلګونه کسان شهيدان ورکړي دي خو تر اوسه يو کوچنى د رغونې کار هم نه دى شوى.))
ده زياته کړه چې څو ځلې والي او امنيه قوماندان ورسره د ګواشتې په سيمه کې ددې ولسوالۍ د لارې د خلاصون په موخه ژمنې کړي خو تر اوسه نه دي عملي کړي.
ده هم وويل چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د خوراکي توکو په برخه کې بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري.
دغه راز د تروې ولسوالۍ قومي مشر عبدالصمد پژواک ته وويل، که دولت غواړي يادې درې واړه ولسوالۍ وساتي، نو د ګواشتې لاره دې خلاصه کړي او هغوی ته دې خوراکي او غيري خوراکي توکي ورسوي.
هغه وايې، په يادو ولسواليو کې د خوراکي توکو بيې لوړې شوي چې هره کورنۍ يې د اخيستلو توان نه لري.
د وزاېخوا د سيمه ييزو پوليسو مشر عبدالشکور پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت په موخه يې د کورنۍ ٣٥ غړي تر اوسه وژل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP