Language

د کندوز- تخار لويه لار د شپې له مخې د وسله والو په واک کې وي

کندوز (پژواک، ١٩ کب ٩٥): د پوليسو يو شمېر سرتېري د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې د امکاناتو او تهجيزاتو له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې دغه لويه لاره يوازې د ورځې له مخې د امنيتي ځواکونو په واک کې وي، خو د شپې له خوا پرې طالبان واکمني کوي.

د شېرين بيګ په نوم د پوليسو يوه سرتېرى چې د ورځې يې د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې یې ګزمه کوله، د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په خبرو کې وويل چې په ناڅيزه امکاناتو ګزمه کوي او دايمي پوستې هم نه لري.

بېګ زياته کړه: ((پوسته نه لرو، د لويې لارې په اوږدو کې راته پوستې نه جوړوي، په لاره ګزمه کوو، خو کله چې شپه شي، بېرته لاره پرېږدو او قوماندانۍ ته راستنېږو، د سهار له اتو د مازديګر تر څلورو بجو هلته وو، وروسته وسله وال مخالفين راځي او د لويې لارې کنټرول په لاس کې اخلي.))

د کندوز د امنيې قوماندانۍ د پوليسو يو بل سرتېرى عبداللطيف، په داسې حال کې چې د کندوز- تخار لويې لارې په اوږدو کې يې راکټ په اوږده کړى او بوخت و، وويل: ((پوسته نه لرو، سهار راځو، مازديګر بېرته قوماندانۍ ته ځو، کله چې روانېږو نو طالبانو له خپلو پټنځايونو راوځي او د لويې لارې کنټرول په لاس کې اخلي، چک پانيټ جوړوي، خلک تلاشي کوي، دا مسير د شپې له لوري په بشپړ ډول د طالبانو په واک کې دى.))

د کندوز- تخار لويې لارې يوه موټر چلوونکي شفيق وويل چې پر دې لويه لاره نا امنۍ زياتې شوې او مسافر نه شي کولى چې په ځانګړي ډول د شپې له لوري په ارام زړه پر لويه لاره تګ راتګ وکړي.

هغه وويل: ((د کندوز- تخار د لويې لارې په اوږدو نا امني بې حده زياته شوې، د شپې له لوري وضعيت ډېر خراب دى، امنيتي ځواکونه يوازې د شپې له لوري په دې لويه لاره شتون لري، خو له دولت نه امنيت غواړو، که چېرې پاملرنه ونه شي، وضعيت به تر دې هم خراب شي.))

د کندوز ولايتي شورا مشر صفي الله اميري هم تاييد کړه چې امنيتي ځواکونه د شپې له خوا د کندوز- تخار لويه لار پرېږدي او ټوله شپه پرې طالبان واکمن وي.

هغه زياته کړه: "د ورځې له خوا هم امنيتي ځواکونه په دې لويه لاره شته وي، خو مازديګر مهال د پوليسو رينجر راځي، ټول سرتېري له لويې لارې قوماندانۍ ته وړي، د مازديګر له څلورو بجو وروسته په دې لاره هېڅ امنيتي سرتېري نشته، لويه لاره په بشپړ ډول د وسله والو مخالفينو واک کې ده.))

خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي شوې ادعاوې (چې ګني پوليس کندوز- تخار لويه لاره د شپې له خوا پرېږدي او طالبان يې په اوږدو کې د تلاشۍ پوستې جوړوي) بې بنسټه وبللې.

نوموړي زياته کړه: ((دا موضوع په جديت تعقيبوو، زه تر اوسه پورې د مسوول په توګه له دې موضوع نا خبره يم.))

login or register a new account.

Related Topics