Language

کندوز کې درې وسله وال نیول شوي

کندوز (پژواک، ۲۰ کب ۹۵): کندوز کې امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي عملیاتو په ترڅ کې د دولت درې وسله وال مخالفین نیول شوي دي.

په هغې خبرپاڼه کې چې د شمال ختیځ زون د پولیسو له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ده، ويل شوي چې دغه عملیات دوه شپې وړاندې د دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاڼو کلي کې ترسره شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوايي عملیاتو کې د قاري دوست محمد د ورور په ګډون چې د وسله والو د پنځوس کسیزې ډلې مشر دی، درې وسله وال مخالفین ونیول شول.

خبرپاڼه کاږي چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو دوه موټرسایکل هم له منځه وړل شوي دي.

خبرپاڼې د افغان او بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.