Language

د پکتیکا پر کروندګرو نیالګي وېشل کېږي

ښرنه (پژواک، ٢١ کب ٩٥): د پکتيکا ولايت پر کروندګرو د څلور زره مېوه لرونکو نیالګیو د وېش لړۍ پيل شوه.

د  پکتيکا د کرنې رياست د باغدارۍ او مالدارۍ پروژې مسوول رياض کټوازي د کب په٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا لومړی ځل دی چې په پکتيکا کې له کروندګرو سره د مېوه لرونکو نیالګیو مرسته کېږي.

ده وويل چې سږ کال به په دغه ولايت کې پر باغ لرونکو څلور زره مېوه لرونکي نیالګي و وېشل شي.

هغه زياته کړه: ((دغه لړۍ نن موږ پيل کړه، هر باغدار ته ٦٦ ونې ورکوو چې ٧٥ سلنه لګښت يې موږ کړى او پاتې نور يې خپله کروندګر کړى دى.))

سرچينې دا هم وويل چې بزګرانو ته کيمياوي سره، د دوا پاشلو بمبې او نور اړوند توکي هم ورکول کېږي.

په دغو مراسمو کې د پکتيکا والي محمد الياس د ياد پروګرام له پيلېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې هر کروندګر ته د مېوې لس ډوله نیالګي ورکول کېږي.

ده وويل: ((دغه ونې تر ازمايښت وروسته موږ اخيستى دى او نن يې کروندګرو ته ورکوو.))

د مرکز ښرنې يوه ګروندګر محمد فضل پژواک ته وويل چې پکتيکا پراخې دښتې لري، ډېری خلک يې په کرنه بوخت دي خو د وخت مسوولينو په پکتيکا د نورو برخو تر څنګ دې مهمې برخې ته سمه پاملرنه نه ده کړي.

هغه وايي چې د دغه پروګرام له لارې به د دغه ولايت ډېری بزګران وکولای شي چې له خپلو ځمکو څخه ښه حاصل ترلاسه کړي.

د پکتيکا په باغونو کې د انګورو او مڼو تر څنګ د زردالو، الوچې، شفتالو او ځينو نورو مېوو ونې شته دي خو کروندګر خپلو حاصلاتو ته د بازار د نه شتون له امله شکايت کوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.