Language

“نامسووله وسله وال په شمال کې طالبان تجهیز او اکمالوي”

مزارشريف (پژواک، ۲۱ کب ۹۵): په  شمال کې د ډاياګ پروسې مسوول وايي چې په دغه زون کې د غير مسوولو وسله والو بانډونه، وسله والو طالبانو ته اکمالات کوي او تجهيزات ور رسوي.

د يادې پروسې مسوول جنرال عدالمنان د کب په ۲۱مه د بلخ له امنيې قوماندانۍ څخه د شل ميله بېلابېل ډول وسلو د تسلمېدو پر مهال رسنيو ته وويل چې د ډاياګ پروسې د پيل پر مهال د دوی شوې سروې له مخې په شمال زون کې ۵۰۰ غير مسوول وسله وال بانډونه وو.

خو نوموړي اندېښنه وښوده چې اوس دغه بانډونه پنځه برابره زيات شوي دي.

د نوموړي په وينا، په شمال زون کې د د ولسي پاڅو (خيزش مردمي) په نوم ټول وسله وال غير مسوول بانډونه دي.

همداراز يې تسليم شوي طالبان چې بېرته په خپلو سيمو کې له وسلو سره ګرځي، غير مسوول وسله والو کې شمېرل کېږي.

عبدالمنان يو شمېر سيمه ييز پوليس هم يو ډول غير مسوول وسله وال معرفي کړل.

د ډاياګ پروسې مسوول د بېلګې په توګه وويل چې يو وخت د جوزجان په اقچې ولسوالۍ کې يوازې ۵۰ غير مسوول وسله وال موجود وو خو اوس په دې سيمه کې ۲۰۰۰ کسان د خيزش مردمي په نامه وسله وال شوي او ټول غير مسوول وسله وال دي.

جنرال منان په ښکار ټکو کې وويل: ((کله چې موږ جګړې ته ځو، نو زموږ په مقابل کې جنګېدونکي وسله وال مخالفين وسلې او مهمات له کومه کوي، له کومې خوا اکمال کېږي، دغه هر څه غير مسوول وسله وال بانډونه کوي، دغه زمينې همدوی وسله والو طالبانو ته برابرې کړې دي.))

نوموړي پر دې هم ټينګار وکړ چې په شمال زون کې داعش نشته، بلکې په ځينو سيمو کې طالب سپين بيرغ ښکته کړی او تور يې پورته کړی دی.

خو د شمال زون د جوزجان او سرپل ولايتونو دولتي مسوولينو د دغه ولايتونو په ځينو سيمو کې د داعش د فعاليت پخلی کړی دی.

د ډاياګ پروسې مسوول جنرال منان وويل چې د ولسمشر د حکم له مخې هېڅوک له دوه ميله وسلې څخه د ډېرې وسلې You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.