Language

سوداګر: دناقانونه پيسو د اخيستو له امله د شېرخان بندر تصدي ادارې څخه تر پوزې راغلي يو

کندوز (پژواک،٢٢کب ٩٥): کندوز ولايت کې يو شمېر سوداګر د شېرخان بندر تصدي اداره د ناقانونه پيسو په اخيستو تورنه کړه او وايي، د دې تصدي چارواکي له هغوى څخه ناقانونه پيسې اخلي او حکومت بايد دې ستونزې ته لاسرسى وکړي.

هغوى ګواښ کوي، که د دوى ستونزه له پامه وغورځول شي، دې بندر کې به د ډېرو شرکتونو دروازې وتړل شي.

شيرخان بندر له تاجکستان سره په پوله پروت دى او له هغه ځاى څخه توکي او مالونه تاجکستان او د مرکزي اسيا هېوادونو ته صادرېږي او د هېواد واردات هم له دې بندر څخه کېږي.

شېرخان بندر کې د حاجي فهيم په نوم يوه سوداګر وويل چې سوداګر د تصدي رياست له لوري د ناقانونه پيسو اخيستو له امله په تنګ شوي دي.

هغه زياته کړه: "له څه مودې راهيسې د شېرخان بندر تصدي له مشر سره ستونزه لرو، موږ دولت ته ماليه ورکوو؛ خو شېرخان بندر تصدي د خدمتونو له وړاندې کولو پرته له موږ څخه پيسې اخلي، بايد پيسې وانه خلي؛ خو له موږ څخه په زوره ناقانونه پيسې اخلي، له دولت څخه غواړو چې دې ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي."

د دې بندر يوه بل سوداګر اميرمحمد وويل: "د بندر تصدي اداره د سوداګرو مالونو لپاره ښه ګودامونه نه لري او خدمتونه نه وړاندي کوي؛ موږ اړ کېږو څو شخصي ګودامونو ته ولاړ شو؛ خو د خدمتونو له وړاندې کولو پرته له موږ څخه په زوره پيسې اخلي او که وضعيت داسې دوام وکړي، خپل شرکتونه تړو."

حکيم  چې د تاجکستان – افغانستان پر لار موټرچلوونکى دى او هېواد ته سمنټ راوړي، وويل چې شېرخان بندر تصدي له سوداګرو او باروړونکو موټرونو څخه غيرقانوني پيسې اخلي.

خو د شېرخان بندر تصدي ادارې سرپرست امام الدين سرشخي د سوداګرو او موټرچلوونکو ادعاوې رد کړې، ويې ويل: "موږ بندري خدمتونه لرو چې د اسنادو له مخې له سوداګرو ټکس اخيستل کېږي، موږ د بندري خدمتونو پربنسټ پيسې اخلو."

نوموړي زياته کړه، که څوک له سوداګرو غيرقانوني پيسې اخلي، هغوى کولى شي چې د ګمرک رياست ته ورشي، څو هغه کسان چې ناقانونه پيسې اخلي، مجازات شي.

د شېرخان بندر تصدي اداره د سوداګرۍ وزارت اړوند ده چې د سوداګرو مالونه باروي؛ خو د دې ادارې د ګودامونو خرابوالي له امله، سوداګر خپل ټول مالونه شخصي ګودامونو کې ښکته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې کندوز کې د شېرخان بندر تصدي مسوولينو ادعا کړې وه چې د دې بندر د ګمرک رياست چارواکو، سربېره له دې چې د دوى په چارو کې لاسوهنه کوي، فساد ته هم لار هواره کړې ده.

خو د شېرخان بندر ګمرک مشر عبدالله حارث پژواک خبري اژانس ته وويل چې هېڅ بلې ادارې سره ستونزه نه لري او د کومې ادارې په چارو کې يې لاسوهنه هم نه ده کړې.

login or register a new account.