ښرنه(پژواک،٢٣کب٩٥): د پکتيکا د امنيت نوى امر وايي چې له وسله والو طالبانو څخه د سيمو بېرته نيول او له نشه يې توکو سره مبارزه يې په کاري لومړيتوبونو کې دي.
سمونوال داد الله خان هوتک نن ( د کب٢٣مه) د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر په توګه ددې ولايت خلکو ته معرفي شو.
هغه وويل چې په پکتيکا کې د امنيت د ټينګښټ په موخه يې د پوځي عملياتو لپاره منظم پلان جوړ کړى دى.
ده زياته کړه: (( خيالي پوليس له منځه وړم، له طالبانو څخه نيول شوې سيمې بېرته نيسم، له سيمه ييزو پوليسو څخه کلک ملاتړ کوم او د نشه يي توکو پرضد جدي مبارزه هم کوم.))
هوتک وايي چې په مرکز ښرنه او ولسواليو کې به د امنيت د ټينګښت په موخه د ټولو ځواکونو ترمنځ اړينه همغږي هم رامنځته کړي.
د نوموړي په اړه د مرکز ښرنې اوسېدونکي عزيزالله کټوازي پژواک ته وويل: (( داد الله خان د پوليسو په ليکو کې په پکتيکا کې اوږده سابقه لري او ددې ولايت دامنيت په ټينګښت کې به ښه نتيجه ورکړي.))
د يادونې ده چې دادالله خان هوتک له لسو کلونو راهيسې د دې ولايت د پوليسو په ليکو کې بېلابېلې دندې ترسره کړې دي او په دې وروستيو کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د همغږۍ د برخې مشر و .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP