Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل کې چاودنې يو تن وواژه او ٢٣ ټپيان کړل

کابل (پژواک،٢٣ کب ٩٥): د کابل ښار نن مازيګر چاودنه د سړک غاړې ماين له امله رامنځ ته شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوى او ۲۳ نور  ټپيان دي.

دا چاودنه مازيګر شاوخوا ٥ بجې د کابل ښار د تايمني سيمې په درېيم سړک کې را منځ ته شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په دې پېښه کې يوه ښځه وژل شوې او د څلورو ښځو په ګډون ١٩ نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ده زياته کړې، د دې پېښې په تړاو په سيمه کې درې تنه نيول شوي هم دي.

خو د ايمرجنسي روغتون په ټويټر کې کښل شوي، چې دوى ته له دې پېښې څخه ٢٣ تنه ټپيان ور وړل شوي دي.

د دې چاودنې انځورونه چې  ټولنيزو شبکو کې خپاره شوي دي، ښيي چې پر يو کاسټر موټر شوې او ويجاړ شوى دى.

 تراوسه کومې ډلې د دې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.