Language

غزني کې ۱۱ وسله وال وژل شوي

غزني (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې په هوايي بريد او مخامخ نښته کې ١١ وسله طالبان وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار وسله والو طالبانو د ده يک ولسوالۍ د تاسن په کلي کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه وکړل.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په ترڅ کې اته وسله وال طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د قوماندان د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د طالبانو د قوماندان ملا شعيب تر څنګ وزيرستاني طالبان هم شامل دي.

د هغه په وينا، د جګړې پر مهال يو د ملي اردو سرتېرى او يو پوليس هم ټپيان شوي دي.

دغه راز قوماندان وويل چې تېره شپه د ګيلان ولسوالۍ د رسني په سيمه کې بې پيلوټه الوتکې د طالبانو يو ټونس موټر ويشتلى دى.

هغه وايي چې طالبانو غوښتل د دغه موټر په وسيله په غزني ښار کې موټربم چاودنه ترسره کړي خو د بې پيلوټه الوتکې له خوا په نښه شو.

ده زياته کړه چې په دې پېښه کې يو موټر چلوونکي او دوه موټرسايکل سپاره وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.