ښرنه (پژواک، ٢٤ کب ٩٥): د پکتيکا چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د عملياتو پر مهال د دوو قوماندانو په ګډون ٢٩ وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د پکتيکا ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زېړوک ولسوالۍ د تنګي په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د دوو مشهورو قوماندانانو په ګډون ۲۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي چې په وژل شوو کې د افغان وزيرستاني او خذيفه په نومونو دوه مشهور قوماندانان هم شامل دي چې په ډېرو ترهګريزو پېښو کې يې لاس درلود.
د ولايت مقام وايي چې دغه وسله وال طالبان هغه مهال وژل شوي چې غوښتل يې د خپل يوه وژل شوي قوماندان کرامت خان د جنازې مراسم ترسره کړي چې يوه ورځ مخکې د ولسي خلکو له لوري وژل شوی و.
د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال دادالله خان پژواک ته وويل چې په ياد بريد کې لس وسله وال طالبان د يو مشهور قوماندان سرحدي بلال په ګډون وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دې.
هغه زياتوي چې په بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د وسله والو طالبانو دوه پيکپ موټر هم له منځه تللي او د دوو تنو جسدونه هم د پوليسو لاسته ورغلي دي.
بلخوا د کورنيو چارو وزارت وايي چې په پکتيکا ولايت کې د هوايي بريد پر مهال د حقاني ډلې د يوه قوماندان په ګډون ١٠ وسله وال وژل شوي دي.
د دغه وزارت له خوا د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو د پکتيکا د زېړوک ولسوالۍ د شينکۍ درې په سيمه کې هوايي بريد ترسره کړى دى.
سرچينې زياته کړې چې په دغه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون د حقاني ډلې ١٠ وسله وال وژل شوي دي او دوه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو بيا ويلي چې دغه بريد د اورګون ولسوالۍ اړوند د امريکايې ځواکونو په هوايې بريد کې چې د جنازې د مراسمو پر مهال ترسره شوی، ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او څو تنه ټپيان دي.
خو امنيتي ځواکونو په ياد بريد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ردوي او وايي چې ټول وژل شوي وسله وال طالبان دې.
د يادونې ده، تېره ورځ هم په ياده سيمه کې د دوو طالب قوماندانانو د خپل منځي نښتي له امله يو وسله وال سرګروپ کرامت خان وژل شوی و.
login or register a new account.