پل علم(پژواک،٢٨کب٩٥): وسله والو طالبانو د لوګر د ازرې ولسوالۍ څلور قومي مشران له شاوخوا دوه مياشتې بند وروسته، ازاد کړل.
د ازرې ولسوال حيمدالله حميد د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د دې ولسوالۍ د اکبرخېلو د سيمې څلور قومي مشران له حکومت سره د همکارۍ په تور د وسله والو طالبانو له لوري نيول شوي وو.
د ولسوال د معلوماتو له مخې، په دې قومي مشرانو کې عبدالستار، ميرغوث الدين، عبدالهادي او حيات نور شامل دي.
ده وويل چې د قومي مشرانو په منځګړتوب تېره شپه دغه کسان د طالبانو له بند څخه ازاد شوي دي.
د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل هم د يادو کسانو خوشې کېدل تاييد کړل او ويې ويل چې تېره شپه خپلو کورنيو ته سپارل شوي دي.
وکيل وايي چې د يادو کسانو د خوشې کېدو په بدل کې يو ميليون افغانۍ د لګښت په نوم طالبانو ته ورکړل شوې دي.
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: (( د دې کسانو په خوشې کېدو کې ځکه ځنډ وشو چې طالبانو ويلي وو د دې ولسوالۍ درې سوه ځوانان په ملي اردو کې، دوه سوه ځوانان په ملي پوليسو او ١٥٠ ځوانان په سيمه ييز پوليسو کې دي چې بايد له دې ليکو څخه و ايستل شي.))
د هغه په وينا، طالبانو ټينګار کړى و چې د اکبرخېلو خلک بايد له خپلو سيمو څخه د امنيتي ځواکونو پوستې هم لرې کړي.
خو ده وويل: (( د طالبانو ټولې دغه غوښتنې غيرقانوني وې ځکه دغه کارونه په ملت پورې نه بلکې حکومت پورې اړه لري.))
هڅه مو وکړه چې له خوشې شويو قومي مشرانو سره هم اړيکې ټينګې کړو خو په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي اسانتياوو د محدوديت له امله اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو کسانو د خوشې کېدو په اړه څه نه دي ويلي.
خو ترې دې وړاندې د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته ويلي و چې د ازرې ولسوالۍ څلور قومي مشران د طالبانو په بند کې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP