Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار او لغمان کې پوليسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندهار ، مهترلام (پژواک، ٢٨ کب ٩٥) : په کندهار او لغمان ولايتونو کې د امنيتي پېښو پر مهال پنځو پوليسو او پنځو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنيې قوماندانۍ وياند ضيا دراني د کب په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل  چې نن  مازيګر شپږ بجې د کندهار ښار د  دويمې مې امنيتي حوزې اړوند  له زينب لېسې سره د پوليسو پر ګزمې بريد وشو.

هغه زياته کړه چې د موټر سايکل سپرو وسله والو په دې بريد کې يو پوليس وژل شوى او دوه نور  ټپيان شوي دي.

دى وايي، چې ټپيان د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي چې روغتيايي حالت يې ښه دی. بريد کوونکي تښتېدلي خو د نيولو هڅې يې پيل شوې دي.

د يو بل خبر له مخې په لغمان ولايت کې د افغان ګډو امنيتي او دفاعي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې درې  وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه نور  ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل چې دا پېښه د مرکز مهترلام اړونده په عمرزيو کلي کې نن رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، دغه کسان په ياده سيمه کې د وسله والو ځايي ګروپونو پورې تړلي وسله وال و ، چې په ډېری تروريستي فعاليتونو او ورانکاريو کې يې لاس درلود.

دى وايي  چې په دې پېښه کې دوه پوليس هم ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

وسله والو مخالفينو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.