ښرنه (پژواک، ٢٩ کب ٩٥): د پکتيکا په مټاخان ولسوالۍ کې د ځايي ادارې، مدني ټولنو او قومي مشرانو له خوا ښوونځيو ته د هغو ماشومانو چې عمرونه يې د زده کړو لپاره برابر وي، د جلب او جذب کمپاين ترسره شو.
د پکتيکا والي محمد الياس وحدت چې په دې کمپاين کې يې ګډون کړى و، وويل، وړاندې له دې چې ښوونيز کال پيل شي، دوى کلي په کلي خلک دې ته چمتو کړل، هغه ماشومان چې د ٧ کلنۍ عمر يې پوره کړى وي، په ښوونځيو کې شامل کړي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د خپلو ماشومانو د ژوند ښه کولو لپاره دې په خپلو نارينه او ښځينه اولادونو زده کړې وکړي.
د پکتيکا د پوهنې رييس محمد نسيم واجد په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دې کمپاين موخه ښوونځيو ته د هغو ماشومانو راوستل دي چې له زده کړو بې برخې پاتې شوي او يا يې هم عمر اوه کلنۍ ته رسېدلى دى.
ده زياته کړه، په ١٣٩٦ کال کې به د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې شل زره نوي زده کوونکي په ښوونځيو کې شامل شي.
د ولايتي شورا مرستيال وکيل عزيز وايي، په ياد شوي کمپاين کې چې کور په کور ترسره شو، ډېرې کورنۍ وهڅول شوې چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي.
د مټاخان ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد ايوب، پژواک ته وويل، اوسمهال سلګونه نجونې په محلي ټولګيو کې زده کړې کوي، خو لا اوس هم په ټوله ولسوالۍ کې د نجونو ځانګړى ښوونځى نه لري.
نوموړي د دې ترڅنګ چې وايي د ولسوالۍ خلک ډېر لېواله ده چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي، له حکومت څخه يې د نجونو زده کړو ته د ځانګړنې پاملرنه غوښتنه وکړه.
د پکتيکا ٧٠ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په ازاده فضا کې زده کړې کوي.
login or register a new account.