تالقان(پژواک،٢٩کب٩٥): په تخار ولايت کې يوه پېغله نجلۍ د خپل کوژدن له لوري پر ډزو وژل شوې ده.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د کب په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه نجلۍ ظاهره نومېده او ١٧ کلنه وه.
ده وويل چې ظاهره تېره شپه د تالقانو ښار د مجنون قلبرس په کلي کې د خپل کوژدن نقيب الله له لوري پر ډزو وژل شوې ده.
اسير زياته کړه چې نقيب الله له سيمې تښتېدلى، خو په اړه يې د پوليسو پلټنې پيل شوې دي.
د هغه په وينا، د پېښې اصلي لامل لا تر اوسه نه دى معلوم .
د تخار د ولایتي روغتون سرطبیب ډاکټر جميل فروتن پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته د يوې نجلۍ جسد دې روغتون ته ور وړل شوى دى.
ده زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه نجلۍ څنګه وژل شوې، خو د عدلي طب يوه ډله په دې برخه کې د څېړنو په موخه ګومارل شوې ده.
هڅه مو وکړه چې د وژل شوې نجلۍ له کورنۍ سره هم خبرې وکړو خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن