لښکرګاه (پژواک، ٢٩ کب ٩٥) : په هلمند ولايت کې يوه افغان سرتېري پر بهرنيو سرتېرو ډزې کړي چې له امله يې دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دې ولايت کې د ٢١٥ ميوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي د کب په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه نن تر غرمې وروسته په درېيو بجو د ښوراب په پوځي اډه کې سهواً رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه چې د يوه افغان سرتېري په ډزو کې د ناټو دوه سرتېري ټپيان شوي، خو په ځوابي ډزو کې افغان سرتېرى وژل شوى دى.
خو يوې بلې سرچينې ويلي چې په دې بريد کې اوه بهرني سرتېري ټپيان شوي دي.
ناټو ياده شوې پېښه تاييدوي او وايي، چې په دې ډزو کې درې امريکايي پوځيان ژوبل شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP