پل علم(پژواک،٣٠کب٩٥): د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته کې دواړو لوريو او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بره کي برک ولسوال محمد رحيم امين د کب په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ ناوخته په بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
هغه وويل چې په دې نښته کې درې طالبان وژل شوي، اووه ملکي وګړي او څلور د ملي اردو سرتېري تپيان شوي دي.
د ولسوال په وينا، دغه جګړه د پل جوګي او مهمندو په سيمو کې رامنځته شوې چې د طالبانو د ډزو له امله ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د پول جوګي سيمې يوتن اوسېدونکي ابراهيم پژواک ته وويل: (( د هاوان يوه مرمۍ په يوه کور لګېدلې چې له امله يې دوه ماشومان او يوه ښځه ټپيان شوي دي.))
ده وويل چې د جګړې پرمهال دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې او اوس هم په سيمه کې امنيتي ځواکونه شته .
دغه راز د کورنيو چارو وزارت هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې په بره کي برک ولسوالۍ کې څلور طالبان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
د سرچينې په حواله، په ياده سيمه کې درې سوه کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او ځينې جنګي وسايل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو وسله وال طالبان بيا ياده مرګ ژوبله ردوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په بره کي برک کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته شوې ده.
خو ده وويل چې د نښتې پرمهال اووه امنيتي سرتېري وژل شوي او طالبانو ته هيڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
بره کي برک د لوګر د مرکز پل علم سوېل ته په ١٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دې ولايت د نا امنيو سيمو له ډلې څخه شمېرل کيږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP