ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: د کاپيسا لپاره د طالبانو مرستيال والي وژل شوى

چارواکي: د کاپيسا لپاره د طالبانو مرستيال والي وژل شوى

author avatar
20 Mar 2017 - 13:37
چارواکي: د کاپيسا لپاره د طالبانو مرستيال والي وژل شوى
author avatar
20 Mar 2017 - 13:37

محمود راقي (پژواک، ٣٠ کب ٩٥) : د ٢٠١ سيلاب قول اردو وايي چې د کاپيسا ولايت لپاره يې د وسله والو طالبانو مرستيال والي له يو شمېر نورو کسانو سره وژلى دى.

د ٢٠١ سيلاب قول اردو وياند جګړن  شيراقا فقيري د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ دوى د يوه راپور په اساس د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز د توپچي بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دې عملياتو کې د ګل حيدر په نامه د طالبانو مرستيال والي له ٩ وسله والو سره وژل شوى او اوه تنه نور يې ټپي شوي دي.

فقيري وايي چې په ياد ولايت کې د غبار هفت په نامه پيل شوي عمليات په برياليتوب سره روان دي او ډېرې سيمې له وسله والو پاکې شوې دي.

د يو بل خبر له مخې، د ملي امنيت رياست وايي چې په لغمان ولايت کې يې يو وسله وال طالب له ٢٠ حلقې ماينونو سره نيولى دى.

د ياد رياست لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه وسله وال د لغمان مرکز اړونده د کله کوټ په کلي کې له يو ميل کلاشينکوف او ٢٠ ماينونو سره نيول شوى او تر پلټنو لاندې دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.