Language

مهترلام  (پژواک، د وري لومړۍ نېټه، ٩٥): د کابل – جلال اباد پر لويه لاره ديوې ترافيکي پېښې له امله درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن  تر غرمې وروسته د يادې لارې په اوږدو کې د قرغيو ولسوالۍ د سرخکانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې  په ياده سيمه کې د دوه کرولا موټرونو د ټکر کېدو له امله ۳ تنه مړه او ۲ تنه نور يې ټپيان شوي دي. د

د نوموړي په وينا، ټکر د دواړو موټرونو د چلوونکو د تېزې چلونې او بې احتياطۍ له امله رامنځته شوی دی.

ځواک وايي، چې لغمان والي عبدالجبار نعیمي د عامې روغتیا رييس او د سرخکانو د کلینیک ډاکترانو ته لارښوونه کړې څو د ټپیانو په درملنه کې ژر تر ژره لاس په کار شي او تر لومړنۍ درملنې وروسته که ټپونه یې ژور وي د مهترلام ولایتي او یا هم د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون ته انتقال کړي.

login or register a new account.