مهترلام (پژواک، ٢ ورى ٩٦): د لغمان د ولايتي شورا پخواني غړي او د مهترلام د مرکزي جامع جومات خطيب قاري روح الله فياض چې تېره شپه په يوه وسله وال بريد کې سخت ټپي شوى و، نن سهار يې ساه ورکړه.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په دويمه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د مهترلام د جامع جومات خطيب قاري روح الله فياض تېر ماښام خپل کور ته پر لاره د نامعلومه کسانو لخوا په بريد کې سخت ټپي شوى و.
هغه زياته کړه چې نوموړى په لغمان کې تر لومړۍ درملنې وروسته د ننګرهار روغتون ته ولېږدول شو، خو هلته يې نن سهار د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
دلغمان والي عبدالجبار نعيمي او د ننګرهار والي ګلاب منګل د هغه په مړينه ژوره خواشيني څرګنده کړې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته وويل چې قاري فياض تېره شپه د جلال اباد مرکزي روغتون ته راوړل شوى و.
هغه زياته کړه چې والي ګلاب منګل د شپې ناوخته روغتون ته لاړ او ډاکټرانو ته يې سپارښتنه وکړه چې د قاري فياض سمه درملنه وکړي.
خو خوږياڼى وايي چې له بده مرغه قاري فياض نن سهار وخته د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د لغمان ولايت اوسېدونکى ليکوال او ژورنالېست عبدالمعيد هاشمي وايي چې قاري روح الله فياض پخوا د ولايتي شورا غړى او د پخواني والي دسلاکار په توګه يې دنده ترسره کړې وه.
هغه پژواک اژانس ته وويل چې نوموړى د نظام ملاتړى و، خو په هر ځاى کې يې د نظام پر خرابو کړنو نيوکې هم کولې او د اصلاحاتو لپاره يې غږ پورته کاوه .
هاشمي وايي چې قاري فياض له تېرو ١٥ کلونو راهيسې په مهترلام کې د حديثو او قران کريم د تفسير درسونه ورکول، شخصي دښمني يې نه لرله او وژنه يې سياسي اړخ لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP