کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٦): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه وايي، د تورخم لارې بندېدو له امله افغان سوداګرو ته ٨٠ مليون ډالره او پاکستاني سوداګرو ته ١٨٠ مليون ډالره زيان اوښتى دى.
د تورخم لاره د سوداګريزو توکو او مسافرو په مخ د پاکستان حکومت له لوري د ١٣٩٥ کال د کب مياشتې له پيل د روان کال د وري مياشتې تر لومړۍ نېټې پورې تړلې وه.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې مالي او اداري مرستيال محمد توفيق داوري، نن په کابل کې د "تر ټولو ښه دي، افغاني دي" نوم لاندې د يوه درې ورځني نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وويل، د تورخم لارې د بندېدو له امله؛ د فابريکو خوراکي توکي، خام او نيمه خام توکي د تورخم دروازې هغې خوا ته بند پاتې شوي وو، چې له امله يې افغان سوداګرو ته اتيا مليون ډالره زيان اوښتى دى.
د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال زياته کړه، په دغه موده کې د لارو بندېدو له امله پاکستاني سوداګرو ته هم ١٨٠ مليون ډالره زيان اوښتى دى.
نوموړي وويل، چې د "ډېر ښه دي، افغاني دي" تر نوم لاندې د کورنيو توليداتو نندارتون يې کورنيو توليداتو ته د حکومت او خلکو د پام راګرځولو، د مارکېټ د اړتياو تثبيت او په کورنيو بازارونو کې د تقاضا کچې ټاکلو په موخه ترسره کړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په ياد درې ورځني نندارتون کې د ١٠٤ فابريکو او شرکتونو توليدات نندارې ته اېښودل شوي دي.
نوموړي د دا ډول نندارتونو ترسره کول له کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ او ګټې اخيستو په برخو کې مهم وبلل او زياته يې کړه، له کورنيو توليداتو ملاتړ؛ اقتصادي، سياسي، نظامي او نورو برخو کې د ثبات د رامنځته کېدو لامل کېږي.
د زېربناو په برخه کې د ولسمشرۍ ماڼۍ سلاکار محمد همايون قيومي هم د يوه با ثبات او خپلو پښو ولاړ افغانستان لپاره د دا ډول نندارتونو ترسره کول مهم وبلل او ويې ويل، حکومت هڅه کوي چې په کورنيو قراردادونو کې ډېره ونډه کورنيو توليداتو ته ورکړي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت سوداګريز معين عبدالباري رحمان د نندارتون د پرانېستې په مراسمو کې وويل، حکومت د کورنيو توليداتو د کيفيت ښه والي لپاره هلې ځلې کوي، څو له دې لارې په نړيوالو بازارونو کې غوره سيالي وکړي.
د هغه په وينا، حکومت بايد د پانګوالو د برېښنا اړتيا پوره کولو او د برېښنا بيې د راټيټولو په برخو کې هلې ځلې وکړي.
د ياد نندارتون ننداره کوونکو هم له کورنيو توليداتو په ګټې اخيستو ټينګار وکړ.
د دغه نندارتون يوې ننداره کونکې ريحانې فرهمند پژواک خبري اژانس ته وويل: "زه په ډېر شوق او لېوالتيا سره دغه نندارتون ته راغلې يم، څو خپل کورنيو توليدات پکې وپېرم."
هغې له نورو هېوادوالو هم وغوښتل چې له کورنيو توليداتو ګټه واخلي، څو له دې لارې کورني توليدات پرمختګ وکړي او افغانان بهرنيو هېوادونو ته اړ ونه اوسي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP