Language

عارف شاه جهان د فراه د نوي والي په توګه وټاکل شو

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني محمد عارف شاه جهان د فراه د نوي والي په توګه وټاکه .

په هغه خبرپاڼه کې چې د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک اژانس ته رالېږل شوې ، راغلي چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندېز او د ولسمشر په منظورۍ عارف شاه جهان د فراه والي ټاکل شوى .

شاه جهان له دې مخکې د غزني د ملي امنيت د رييس، د ولسي جرګې د وکيل او د ملي امنيت د عمومي رياست د تاميناتو د معين په توګه دندې ترسره کړې دي. 

 له ده مخکې اصف ننګ د فراه د والي په توګه دنده ترسره کوله.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.