محمودراقي (پژواک، ٤ ورى ٩٦): د کاپيسا امنيتي مسوولين وايي، د دې ولايت په مرکز کې د ځانمرګو بريدونو يو پلانوونکى نيول شوى دى.
د کاپيسا د امنيه قوماندانى وياند محمد ايوب يوسفزي، پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه ځانګړو ځواکونو د کاپيسا د مرکز د ريګروان د قروتک په سيمه کې عمليات وکړل، چې په ترڅ کې يې د ځانمرګو بريدونو يو پلانوونکى ونيول شو.
دى زياتوي: «ځانګړې ځواکونه له کابل څخه راغلی وو، دوی د عبدالمتین په نوم کس نیولی چې له ده سره یې نظامي دریشي، لاسي بمونه، کلاشینکوف او نور وسایل نیولي دي؛ ده غوښتل چې له همدې شیانو څخه په استفادې په کاپیسا کې ځانمرګي بریدونه تر سره کړي.»
د هغه په وينا، يادو شويو ځواکونو يو بل تن هم د عملياتو پرمهال په سيمه کې نيولى دى.
د کاپيسا د مرکز اوسېدونکي خالد، پژواک ته د يادو دواړو کسانو د نيول کېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې دا کسان په بېلا بېلو کورونو کي نيول شوي دي.
ده زياته کړه، د مرکز ريګروان په ځينو سيمو کې وسله وال په پټه فعاليت کوي، دا يو غرنۍ سيمه ده، چې وسله وال ترې نجراب او تګاب ولسواليو ته له همدې لارو تګ راتګ کوي.
څو کاله وړاندې، د کاپيسا په مرکز کې يو موټر بم چاودنه شوې وه، چې د چارواکو په وينا، دا موټر له ريګروان سيمې څخه د کاپيسا مرکز ته دننه شوى و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP