Language

نور: زه د بلخ د والي په توګه دنده پرېږدم، خو ولايت نه پرېږدم

مزار شريف (پژواک، ٥ ورى ٩٦): د بلخ والي عطاء محمد نور يو ځل بيا وويل چې په نږدې راتلونکي کې به استعفا ورکړي، خو ولسمشر ترې وغوښتل چې په دې اړه به مشوره وکړي.

نور دغه څرګندونې د وري په ٥مه مزار شريف ته د ولسمشر د سفر پر مهال د نور تالار د پرانيستنې مراسمو ته په خپله وينا کې کړې دي.

د بلخ والي وويل: ((زه د بلخ د والي په توګه دنده پرېږدم، خو ولايت نه پرېږدم، که د دغه ولايت نوى والي ښکرونه وکړي؛ نو ترې وبه یې باسم.))

عطاء محمد نور يو ځل بيا وويل چې په نږدې راتلونکي کې له خپلې اوسنۍ دندې استعفا کوي.

خو ولسمشر د بلخ والي عطاءمحمد نور مخاطب کړ چې اوس دې د استعفا خبرې نه کوي، ځکه چې د بلخ خلک خپه کېږي.

ولسمشر غني زياته کړه: ((په دې اړه بيا وروسته په سړه سينه مشوره کوو.))

هغه په تېرو لسو کلونو کې د بلخ د والي عطاء محمد د کړنو او فعاليتونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې په راتلونکي کې به له هغه سره ګډ لوى کارونه ترسره کړي.

اشرف غني وويل: ((عطاء محمد تل د خپل ولايت لپاره له ما غوښتنې کړې، نه د شخصي ګټو لپاره.))

د يادونې ده، د بلخ والي عطاء محمد د جمعيت اسلامي ګوند په استازيتوب له ولسمشر سره "بريالي مذاکرات" کړي چې په پايله کې يې ولسمشر غني نوموړى د بلخ د نوي والي په توګه معرفي کړى، خو وروسته به استعفا ورکوي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.