مزارشريف (پژواک، ۶ وری ۹۶): د مزارشريف ځينو خبريالانو د بلخ ولايت مقام د تېرې ورځې د ولسمشر د غونډې په تړاو په دوه ګوني چلند تورن کړ.
خبريالانو په ولايت مقام تور پورې کړ چې ټولو رسنیو ته په يو ارزښت نه ګوري او تل هڅه کوي ځانګړې کړۍ خبريالان پروګرامونو ته خبر کړي.
د ولايت مقام مطبوعاتي مسوول د ولسمشر د تېرې ورځې غونډې په تړاو د ځينو خبريالانو د نه خبرېدو په اړه بښنه وغوښته او دغه چاره يې قصدي ونه بلله.
د وري په ۵مه، ولسمشر محمد اشرف غني، مزارشريف ښار ته سفر درلود چې د يوې غونډې په ترڅ کې يې سلګونو کسانو ته وينا وکړه.
د دې ولايت يو شمېر خبريالان د وري په ۶مه د شمال زون په نى دفتر کې د خبري ناستې په ترڅ کې د ولسمشر د غونډې په اړه د نه خبرېدو په تړاو په ولايت مقام د دوه ګوني چلند تور پورې کړ.
په بلخ کې د شمشاد خبريال جاوېد واک، يو له هغو خبريالانو و چې يادې غونډې ته د ولايت مقام له خوا نه و خبر کړای شوی.
نوموړي په خبري ناسته کې وويل، ولايت مقام بايد د بيان ازادۍ له مخې ټولو رسنيو ته په يوه سترګه وګوري.
د هغه په وينا، د دولتي چارواکو ورته چلند د خبريالانو او دولتي ارګانونو تر منځ واټن پيدا کوي، چې ښې پايلې نه لري.
واک هيله وښوده چې له دې وروسته بايد دغه ډول عمل تکرار نه شي.
د سلام وطندار خبريالې شيلا بهير هم وويل چې د ولسمشر د تېرې ورځې غونډې ته د ولايت مقام له خوا نه ده بلل شوې.
نوموړې زياته کړه، يواځې دې غونډې ته نه، بلکې د ولايت مقام ډېری پروګرامونو ته نه خبرول کېږي.
د هغې په وينا، د ولسمشر په تېر ځل راتګ کې هم سلام وطندار راډيو ته خبر نه و ورکړل شوی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP