پل علم (پژواک، ٧ ورى ٩٦): په لوګر کې د پوهنې رياست له لوري له پوهنتونونو څخه نوو فارغ شوو څلور سوه کسانو ته د کار زمينه برابره شوه.
د لوګر د پوهنې رييس محمد اکبر ستانکزي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د مسلکي ښوونکو د نه شتون ستونزې د حل په موخه د دوه سوه نجونو په ګډون له نهه سوه کسانو څخه نن ازموينه واخيستل شوه.
ده وويل چې د ازموينې ټول ګډونوال په دې وروستيو کې د لوګر او کابل تر څنګ له يو شمېر نورو پوهنتونو څخه فارغ شوي دي.
ستانکزى وايي چې له يادو نهه سوه کسانو څخه څلور سوه به يې په مرکز پل علم او شپږو ولسواليو کې د ښوونکي په توګه وګومارل شي.
هغه زياته کړه: ((د دغو ښوونکو په مقررېدو سره به تر ډېره زموږ د مسلکي ښوونکو د نه شتون ستونزه هم هواره شي.))
د ازموينې يوه ګډونوال اجمل کامران پژواک ته وويل: ((زه تېر کال د کابل له ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ شوى يم خو تر اوسه مې دنده نه درلوده، اوس مې امتحان ورکړ نو هيله لرم چې کامياب شم.))
دغه راز د لوګر له عالي دارلمعلمين څخه نوې فارغې شوې زرمينې پژواک ته وويل: ((زه علاقمندي لرم چې استاده شم، نن مې امتحان ورکړ او نتيجې ته يې په تمه يمه.))
په لوګر کې دا مهال ٣٠٧ ښوونيز مرکزونه شته چې د ٣٠زرو نجونو په ګډون ١٥٠زره هلکان په کې زده کړې کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP