Language

زورواکو په غزني زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې

غزني ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د غزني د ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې زرګونه جريبه دولتي ځمکه د يو شمېر زورواکو له خوا غصب شوې ده او د غصب دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

د غزني والي بيا وايي چې په دغه ولايت کې تر اوسه د خلکو او دولت ځمکه نه ده جلا شوې نو بايد چا ته غاصب ونه ويل شي.

د غزني د ولايتي شورا منشي حسن رضا يوسفي د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه ولايت کې د ځینو زرواکو له خوا زرګونه جريبه دولتي او شخصي ځمکې غصب شوې دي.

ده زياته کړه: ((حکومت د دې کسانو پر وړاندې پاتې راغلى دى، بايد جدي اقدام وکړي او د ځمکو د غصب مخه ونيسي.))

هغه د چا نوم ياد نه کړ خو ويې ويل: ((که جدي اقدام ونه شي نو موږ څه موده وروسته د دې کسانو نومونه د رسنيو له لارې اعلانوو.))

دغه راز د دې شورا بل غړي عبدالجامع جامع پژواک ته وويل چې د دې شورا د څېړونو له مخې په دغه ولايت کې ٢٥٠زره جريبه ځمکه غصب شوې ده.

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((اسنادو ته اړتیا نشته ځکه ټولو ته معلومه ده چې څومره ځمکه لاندې شوې او چا لاندې کړې ده.))

ده وويل چې د همدې غاصبينو له ډلې يو شمېر يې په مهمو دولتي ادارو کې دندې هم لري.

د غزني د ولايتي شورا يادو غړو دا هم وويل چې د ځمکو د غصب لړۍ اوس هم روانه ده او په اړه يې بايد جدي اقدام وشي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل تر اوسه معلومه نه ده چې دولتي ځمکې غصب شوې او که نه.

هغه وويل: ((سږ کال به له کابل څخه يو پلاوى راشي او په غزني کې به دولتي شخصي ځمکې سره جلا کړي، هغه مهال به بيا معلومه شي چې څومره دولتي ځمکه غصب شوې ده.))

والي وويل تر هغه چې په دغه ولايت کې دولتي او شخصي ځمکې سره نه وي جلا شوې، هېچا ته بايد غاصب ونه ويل شي.

login or register a new account.