Language

مزار شریف کې یوه ځوان خپل پلار وژلی

مزارشريف (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د بلخ ولايت پوليس وايي چې د یوه کس د وژلو په تور يې د هغه ځوان زوی نيولى دى.

د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالرزاق قادري د وري په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوي ځوان د خپلې مور په مرسته خپل پلار وژلى دى.

نوموړي زياته کړه چې دا پېښه وړمه شپه د مزارشريف ښار په مربوطاتو کې رامنځته شوې او تېره ورځ ناوخته قاتل نيول شوى دى.

قادري وايي چې نيول شوي ځوان پر خپل جرم اعتراف کړى او ويلي يې دي چې پلار يې په کور کې تاوتريخوالى رامنځته کړی و.

د قاتل په وينا، ده د خپلې مور په مرسته د چړې په ګوازار خپل پلار و واژه.

د امنيت امر وايي چې له نيول شوي ځوان څخه پلټنې پيل شوې دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په بلخ ولايت کې د کورني تاوتريخوالي له امله يو شمېر ښځې، پېغلې او نور کسان وژل شوي دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.