محمودراقي (پژواک، ٧ ورى ٩٦): د کاپيسا يو شمېر مدني فعالانو او د ولايتي شورا غړو په دغه ولايت کې د پخو سړکونو د نشتوالي له امله لاريون وکړ او د اعتراض په توګه يې لاره کاګل کړه.
د يادو کسانو تر څنګ په دغه مدني حرکت کې د یاد ولايت ځينو ځوانانو، محصلينو او عامو خلکو هم برخه اخيستې وه.
د کاپيسا د مدني ټولنې مشر حشمت الله اسحاقزاده پژواک خبري اژانس ته وويل، له تېرو ١٥ کلونو راهيسې د کاپيسا په مرکز او څو نورو سيمو کې هېڅ سړک نه دى پوخ شوى.
هغه زياته کړه، له همدې امله د اوړي او ژمي موسمونو کې د يو شمېر دولتي ادارو کار کوونکي او ولسي خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي.
د ده په خبره، د هر والي په راتګ سره ژمنې کېږي چې دوی په کاپيسا کې اساسي کارونه کوي، خو د کرزي له لومړنيو وختونو راهيسې په دغه ولايت کې هېڅ بنسټيز کار نه دى شوى.
د کاپيسا د ولايتي شورا منشي قاضي محمد امان مبارز وايي، په دې اړه يې څو څو ځلې خپلې ستونزې او غوښتنليکونه مرکز ته استولي، خو تر دې دمه هېڅ عملي اقدامات نه دي شوي.
دى زياتوي، که چېرې حکومت په دې اړه جدي اقدامات ونه کړل، نو دوى به لويې لارې د ترافيکو پر مخ وتړي.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري وايي، دوی هر کال انکشافي پروژې د ولايت په بېلابېلو برخو کې پلې کوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دوى به د مدني ټولنې غوښتنې او ستونزې له اړوندو مسوولينو سره شريکې کړي او د اداري مجلس په غونډه کې هم پرې بحث وشي.
د نوموړي په وينا، د ولايت مقام هڅه کوي، د ولايت مرکز او نورو سيمو مهم سړکونه قير او په اساسي ډول يې ورغوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP